د سوداګرۍ خونه وایي؛ په بڼوالۍ او کرنېزو چارو کې د حکومت ناسم مدیریت د دې سبب شوی، چې کرنیز صادرات زیانمن شي.
دا مهال د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ له ځمکې تر آسمان واټن شته، په کرنیزو چارو کې هم افغانستان د پام وړ تولیدات او محصولات لري، چې زیاته برخه یې په هېواد کې وراسته کیږي، علت یې نړیوال معیار نه لرل او ناسمه بسته بندي ده.
د دې خونې په وینا؛ اړتیا ده، چې د سیمې بازارونه د افغانستان پر میوو او محصولاتو رنګین شي؛ خو په خبره یې محصولات په نړیوالو معیارونو برابر نه دي.
د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی وایي: د تولیداتو د ناسم مدیریت له کبله مو اوس هم کرنیزې چارې کلیشه یي تر سره کیږي.
افغان حکومت له وړاندې ژمنه کړې وه، چې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې به چارې ښې تنظیم کړي؛ خو شنونکي وایي، د حکومت ژمنې هم پر کنګل لیکل او لمر ته ایښودلو ته ورته دي.
اقتصادي شنونکی یونس سالک وایي: دا ټول پروګرامونه مو پر یخ لیکل دي او بس. حکومت باید له کرونګرو سره نېغه اړیکه ولري او ورته ووایي، چې دا د ګټې او دا د زیان لار ده.
افغان حکومت د دې لپاره، چې په صادراتو کې پراختیا راغلې وي، هوایي دهلیزونه پرانیستي دي.
د کرنې وزارت وایي، چې د چارو د ښه تنظیم لپاره یو لړ پروګرامونه لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: مونږ ډېر ګټور پروګرامونه تر کار لاندې نیولي، چې کرنه او بڼوالي مو نړیوال معیار خپل کړي.
بڼوالان او کروندګر وایي؛ د دې لپاره، چې افغانستان په کرنیزو چارو کې ښه پرمختګ وکړي باید حکومت له کروندګرو ملاتړ وکړي.
The post د حکومت ناسم مدیریت کرنیز صادرات زیانمن کړي دي first appeared on آریانا نیوز .